Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

ځینې سوداګرې ښځې: طالبان زموږ د کار جوازونه نه تمدیدوي

0
یو شمېر سوداګرې ښځې شکایت کوي چې د طالبانو حکومت د دوی د کار جوازونه نه تمدیدوي.  


له دې ډلې فرشتې صفري ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت د جواز ورکوونکو برخې ورته ویلي چې تراوسه د ښځو سوداګرو د کار جوازونو د تمدید په برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.  


د اغلې صفري په خبره، د دې ترڅنګ سوداګرې ښځې د کاري جوازونو د تمدید برخه کې له مالي ستونزو سره هم مخ دي. 


خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولوي زهیر دا موضوع ردوي او وایي چې یاد وزارت ښځینه سوداګرو ته د سوداګریزو فعالیتونو برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابروي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса