Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: پاکستان سره تازه هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده

0
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ برخه کې تازه هوکړه د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د افغانستان او پاکستان اقتصادي ودې ته لار پرانېزي.  


د دغه وزارت ویاند مولوي زهیر ازادي راډیو ته وویل، کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې د یو بل له خاورېبه د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره استفاده کوي.  


د نوموړي په خبره د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري له لومړۍ نېټې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لاریو ازاد تګ راتګ پیل شي. 


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان هم پر خپل ټویټر لیکلي، د مارچ له ۲۱مې نېټې وروسته افغاني لارۍ چلوونکي کولی شي، پاکستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره په کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې د دغه هېواد له کونسلګرۍ څخه پاکستان ته د ننوتو اجازه پاڼه ترلاسه کړي.  


دغه شان پاکستانۍ لارۍ چلوونکي بیا کولی شي په پېښور او کوټه کې د افغانستان له کونسلګریو څخه ورته پاڼې ترلاسه کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса