Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

یو اېس ټوډې: د بایډن بندیزونه به افغانستان کې تر ۲۰ کلنې جګړې زیات ملکیان ووژني

0
یو اېس ټوډې


یو اېس ټوډې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې چې د بایډن بندیزونه به په افغانستان کې تر ۲۰ کلنې جګړې زیات ملکیان ووژني. 


ورځپاڼه لیکي، کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه، د امریکا اکثره رسنیو پرې نیوکې وکړې او دا انتقادونه د جمهوري‌پالو له اعتراضونو سره یوځای د بایډن پر سینه یو دروند بار و. 


د یو اېس ټوډې په نظر که دا پرېکړه نه‌وی شوې، ښايي لا ډېر تاوان پېښ شوی وی، خو له دې کبله چې جو بایډن د افغانستان جګړه پای ته ونه‌رسوله، بلکې پر افغانانو یې لا خطرناکه جګړه وتپله چې دا جګړه کېدای شي لا وژونکې وي او بې‌ثباتې ډېره کړي. 


ورځپاڼې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو یادونه هم کړې او ورسره په یو وخت‌یې د کاختۍ، لوږې او د بشري ناورین یادونه کړې ده.


ورځپاڼې په روغتونونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او همداراز بې‌وزلو افغانانو عکسونه خپاره کړي او هغه د جو بایډن د اقدام پایله بولي.


د یو اېس ټو ډې پر اساس، د افغانستان بانک پیسې د افغانستان د خلکو دي او کنګل کېدا یې د افغانستان اقتصاد له‌منځه وړي. 


د ورځپاڼې په نظر په هره اندازه چې پیسې ژر افغانستان ته ورسېږي، په هماغه اندازه اقتصاد ښه کېږي او د هغو ماشومانو چې له لوږې سره مخامخ دي، ژوند ژغورل کېږي.



نیویارک ټایمز


نیویارک ټایمز ورخپاڼې بیا په وروستۍ ګڼه کې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ د برخلیک په اړه لیکنه خپره کړې ده.


ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د حکومت له رسمیت پېژندل کېدو پرته او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د ډیپلوماتانو او کارکوونکو له معاش پرته به په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په لاس انجلس کې قونسلګري حتی د برېښنا د بېل د ادا کولو وس ونه‌لري.  


د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او امریکا ویلي چې که طالبان خپل کوم ډیپلومات هم ورولېږي، د هغه باورلیک به رد کړي. 


تر څو چې د افغانستان حکومت په رسمیت ونه‌پېژندل شي، تر هغو به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله خاوره کې د افغاسنتان د ډيپلوماتیکو ادارو د ساتنې او پالنې مسؤلیت په غاړه واخلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса