Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د ناټو دفاع وزیران د روسیې له احتمالي بریده د غړو هېوادونو د ساتلو لپاره غونډه کوي

0
د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې په یوې ځانګړې غونډه کې دا مسئله څېړي چې څرنګه خپل غړي هېوادونه د روسیې له احتمالي بریده وساتي.


پر اوکراین د روسیې له برید وروسته ناټو په ختیځې اروپا کې د خپلو غړو هېوادونو امنیت ته اندېښمنه ده.


سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن راتلونکې اوونۍ په برکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې برخه اخلي.


لوېدیځ ډیپلوماتان څرګندوي چې په دې غونډه کې به پر دې خبرې وشي چې څرنګه د اوکراین د جګړې په خاطر لوېدیځ یوځایي روسیې ته ځواب ورکولای شي.


ټاکل شوې ده چې دا غونډه د مارچ په ۲۴مه ترسره شي. ناټو په تېرو نږدې درېیو اوونیو کې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی څو ځلې د وزیرانو په کچه غونډې ترسره کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د ناټو مشران سره راغونډېږي.


نن هم د ناټو دفاع وزیران په بروکسل کې ځانګړې غونډه لري.


پرون (سې شنبه د مارچ ۱۵) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د اروپا په ختیځ کې د نورو پلیو، سمندري او هوایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو امکان شته.


ده زیاته کړه: ​"د اوس لپاره د ناټو په سلګونو زره سرتېري د تیارسی په حال کې دي، یو لک امریکایي سرتېري په اروپا کې دي چې نږدې ۴۰ زره‌یې د ناټو تر مستقیمې قوماندې لاندې دي، د دې ځواکونو اکثریت په ختیځې اروپا کې مېشت دي."


د ناټو د غړو هېوادونو لور ته د اوکراین د کړکېچ د خپرېدو خطر شته او د ناټو سرمنشي ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې دا مهمه ده چې د غړو هېوادونو پولې له نږدې وڅارل شي او د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса