Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: ننګرهار کې لسګونه قلمه تاريخي او فرهنګي اثارو له قاچاقبرو ونیول شول

0
په ‏ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې لسګونه قلمه تاريخي او فرهنګي اثارو له قاچاقبرو څخه نیول شوي دي.


د طالبانو ولايتي ادارې پرون (چهارشنبه) وویل چې امنیتي ځواکونو یې د ۴۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته‌يې سپارلي دي. 


په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس قاري نور محمد حنيف په وینا په دې اثارو کې له زېړو، سپینو زرو او نورو فلزونو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نیزې، له مريو جوړې غاړکۍ او نور بېلابېل اثار شامل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса