Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

اسلام‌اباد: له مخالفو بلوڅانو سره د خبرو اترو پلان د ګړندي کېدو پرېکړه وشوه

0
د پاکستان د بلوچستان ایالت حکومت وايي، د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د بلوچستان په اړه په غونډه کې پرېکړه شوې چې له وسله‌والو مخالفو بلوڅانو سره د خبرو اترو پلان دې ګړندی شي.


د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاندې فرح عظیم شاه پرون وویل، د بلوچستان امنیتي وضعیت له قوې څخه په کار اخیستو نه‌شي سمېدای او که سم هم شي، موقتي به وي او څه موده وروسته بېرته خرابېږي. 


د دې په وینا د پاکستان حکومت به په راتلونکو څو ورځو کې له بلوڅو مخالفانو سره د خبرو اترو یوه تګلاره چمتو کړي. 


د پاکستان حکومت تر دې پخوا هم له بلوڅو بېلتون غوښتونکو سره خبرې کړي، خو دواړه خواوې کومې موافقې ته نه‌دي رسېدلي. 


د پاکستان حکومت اوس په داسې حال کې له بلوڅو مخالفانو سره د خبرو وړاندیز کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک او داعش هم په دغه هېواد کې بریدونه زیات کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса