Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د امریکا حکومت دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بندې کړې

0
د امریکا حکومت په واشنګټن، نیویارک او لاس انجلس کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ بندې کړې، خو په ملګرو ملتونو کې به د افغانستان د دایمي استازي دفتر چې په نیویارک کې دی، لا هم فعاله وي.


په واشنګټن کې افغان ډیپلوماتانو پرون غرمه سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاره.


له دې سره نور نه په واشنګټن ډي سي کې افغان سفارت او نه‌یې په نیویارک او لاس انجلس کې قونسلګرۍ افغانانو ته د پاسپورټ د ورکولو په شمول خدمات وړاندې کولای شي.  


هارون حکیمي چې پخوا په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې ډیپلومات و، د افغان سفارت پر بندېدو خواشیني وښوده ویې‌ویل، پخوا هم په واسنګټن کې د افغانستان سفارت تړل شوی و او په امریکا کې د افغانستان په اړه د خبرو واک پاکستان ته په لاس ورغلی و.


ښاغلی حکمیي وايي چې ۱۰۰ کاله پخوا په ۱۹۲۱ م کال د افغانستان د پاچا امان‌الله خان له لوري یو پلاوی امریکا ته لاړ او د امریکا او افغانستان ترمنځ‌یې دوه اړخیزې اړیکې پیل کړې.


په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په ۱۹۴۳ م کال پرانیستل شو او په امریکا کې د افغانستان لومړنی سفیر حسین عزیز و.


د ښاغلي حکیمي په وینا دا سفارت ۴۰ کاله وروسته پر افغانستان د شوروي اتحاد په یرغل پسې په ۱۹۸۳ م کال وتړل شو او تر ۲۰۰۲ پورې د افغانستان سفارت بند و.  


په امریکا کې اوس شااوخوا ۷ لکه افغانان مېشت دي چې د پام وړ شمېر یې د زوکړې له سنده رانیولې د واده تر نکاح خط پورې قونسلي خدماتو ته اړتیا لري. له همدې کبله په امریکا کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو مرکزونو بندېدا به ګڼو افغانانو ته سرخوږی پیدا کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса