Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه‌توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان شوه

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (يوناما) د افغانستان په اړه د بريتانيا په کوربه‌توب د بشري مرستو د کنفرانس نېټه اعلان کړه.


د‌ يوناما په يوه اعلاميه کې راغلي چې دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر ویلي چې جرمني او قطر هم چمتو دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بریتانیا سره همکاري وکړي. 


د دې کنفرانس د جوړېدو اساسي هدف، په روان ۲۰۲۲ کال کې هغو ۲۳ ملیونه افغانانو ته د مرستو راټولول دي چې اوس‌‌مهال له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه‌‌یې یوازې ۱۳ سلنه بسپنه راټوله شوې ده.


تېره میاشت د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي و چې هېواد به‌یې راتلونکې میاشت له افغانستان سره د څلور میلیارد او ۴۰۰ ملیونه ډالره بشري مرستې د راټولولو په هدف مهم کنفرانس جوړ کړي.


 




نوموړې ویلي چې له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو مؤسسو څخه به د افغانستان لپاره مرسته وغوښتل شي.


تر اغلې تراس مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د داسې یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې وه.


ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې افغانستان بايد د اوکراین د جګړې له کبله هېر نه‌شي او مرسته ورسره وشي. 


تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ځينو مرستندويانو ويلي وو چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته افغانستان ته شااوخوا ۲ میلیارده ډالره مرسته رسول شوې ده. 


په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي هم اندېښمن دی چې کېدای شي د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د شوي کنفرانس په پرتله، دا ځل له افغانستان سره د مرستو په اړه د کډون‌کوونکو هېوادونو لېوالتیا کمه وي. 


دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي، په افغانستان کې اوس‌مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه ‌لري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса