Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

مسکو: د اوکراین لپاره د بې‌پرې توب پر دریځ موافقې ته نږدې شوي یو

0
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون (چهارشنبه) وویل چې د روسیې او اوکراین د خبرو په دوام کې دواړه خواوې د اوکراین لپاره د بې‌پرې توب پر دریځ موافقې ته نږدې شوي دي. 


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا خبره څو ساعته وروسته له دې وکړه چې د اوکراین ولسمشر په لومړي ځل خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه او ویې‌ویل چې د روسي مرکچي پلاوي دریځ او سلوک نسبتاً حقیقت ته نږدې ښکاري. 


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم دې ته په اشارې چې د دوو هېوادونو ترمنځ پخلاینې او روغې جوړې ته هیله شته، وویل: "له امنیتي ضمانتونو سره بې‌پرې دریځ اوس د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دی. دا داسې مسئله ده چې اوس په خبرو کې پرې بحث کېږي."


د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر پر اوکراین د روسیې د یرغل ۲۲ ورځې وځي، په دې موده کې روسي ځواکونو د اوکراین بنیادي تأسیسات، په څو ښارونو کې هستوګنې ودانۍ او ښاري تأسیسات پرله‌پسې بمبار کړي او سخت زیانونه‌یې وراړولي دي.




همداراز روسي ځواکونه د اوکراین د پوځ له کلک مقاومت سره مخامخ شوي او هغوی یې نه‌دي پرېښي چې پلازمېنې کیف ته ننوځي.  


په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون د امریکا کانګرس ته د وېډیو کنفرانس له لارې په وینا کې پر امریکا او نوره لوېدیځه نړۍ غږ وکړ چې له اوکراین سره هر ډول مرستې وکړي چې دا هېواد د روسیې په وړاندې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع وکړي. 


زلنسکي کانګرس ته وویل، دا لویه غوښتنه نه‌ده چې اوکراین د نه الوت زون اعلان کړي او که دا هم نه‌شي کېدای، نو اوکراین ته پوځي مرستې ورکړئ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса