Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

امریکا کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه د فارین پالېسي لیکنه

0
فارین پالېسي


فارین پالېسي خپرونې پر هغې لارښوونې تمرکز کړی دی چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د تړلو په اړه ده. 


د مطلب په دوام کې راغلي، افغان ډیپلوماتانو غوښتل په امریکا کې د افغانستان بیرغ رپانده وساتي، خو ورته بې‌پیسو شول. 


د مطلب په دوام کې د افغان چارواکو او په کانګرس کې د باخبره سرچینو په حواله لیکل شوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او نیویارک او لاس انجلس کې یې د قونسلګریو د تړلو لارښوونه کړې ده.


فارین پالېسي د یوه افغان ډیپلومات په حواله چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی لیکلي، دوی تر وروستۍ شېبې د مأموریت د دوام هڅه کړې، خو د ده په ټکو امریکایي چارواکو ویلي، نور د مخکېنیو ډیپلوماتانو حضور عملي نه‌دی. 


د لیکنې په پای کې راغلي، د کب د ۲۵مې نېټې په وروستیو کې به د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت او قونسلګریو ټوله شتمني ضبط او معلومه نه‌ده چې څه وخت به‌یې بېرته ازاده کړي.



واشنګټن اګزمېنر


واشنګټن اګزمېنر مجلې د امریکا په هغې وړاندوینې یوه لیکنه خپره کړې چې له افغانستانه‌یې پر دوی د احتمالي ترهګریز برید په اړه کړې ده.


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي د سې شنبې په ورځ د سنا پوځي کمېټې ته وویل، د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګه به یو یا یو نیم کال وروسته له افغانستانه د نړیوالو ترهګریزو بریدونو وړتیا پیدا کړي.


تر دې وړاندې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د داعش د ورته بریدونو وړاندوینه د شپږ میاشتې تر یوه کال پورې موده کې شوې وه. 


مجلې لیکلي، امریکا بې له دې چې د افغانستان په دننه کې وړتیا لوړه کړي، پر دې اتکا کوي چې له بهره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد بریدونه پلان کړي. 


د مجلې په باور، د کره استخباراتي معلوماتو نشتوالی دا ډول بریدونه سختوي. 


جنرال مک‌کنزي بیا ویلي، دا مأموریت به‌یې سخت وي، خو ناممکن نه‌دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса