Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

امنیت شورا افغانستان کې د یوناما د حضور د دوام د یقیني کولو په اړه رأی‌ګیري کوي

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن پر یوه پرېکړه‌لیک رایې واخلي چې د تصویب په صورت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یا یوناما د حضور دوام یقیني کوي.


خو د دغه پرېکړه‌لیک مسوده چې ناروې وړاندې کړې، د متن پر سر یې د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو اختلافات درلودل چې په‌کې د یو لړ تغییراتو سره سره د ډیپلوماتانو په قول روسیه بیا هم ځیني ملاحظات لري.


د فرانس پرس اژانس د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي مسکو پرون چهارشنبه د دغه پرېکړه‌لیک له مسودې سره چې پرې د اوږدې مودې راهیسې بحثونه شوي، په دې خاطر مخالفت څرګند کړ چې وایي، د طالبانو چې اوس پر افغانستان واکمنان دي، رضایت نه‌دی حاصل شوی.


په مګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر دیمیتري پولیانسکي فرانس پرس ته ویلي چې د پرېکړه‌لیک متن د دوی دریځ نه‌منعکسوي، خو نوموړي ونه‌ویل چې ایا مسکو به دغه پرېکړه‌لیک چې د افغانستان په وخت نن ماښام شپږ نیمې بجې پرې رایې اخیستل کېږي، ویتو کړي کنه.




یوه ډيپلوماټ د خپل نوم پټ ساتلو په شرطر فرانس پرس اژانس ته ویلي چې د روسیې ترڅنګ چین هم ویلي چې د دغه پرېکړه‌لیک په مسوده کې د بشري حقونو موضوع ته ډېر پام اړول شوی. هند، برازیل او فرانسې هم په دغه مسوده کې د بدلون غوښتنې کړې وې. 


که د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک تصویب کړي، په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما تر بل یوه کال پورې یعنې د ۲۰۲۳ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې تمدید شي.


دغه پرېکړه‌لیک افغانانو ته چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، د بشري مرستو رسولو غوښتنه کوي.


د دغه پرېکړه‌لیک د متن له مخې دغه‌راز یوناما ژمنه کوي چې په افغانستان کې به د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو لپاره د دې هېواد له مهمو سیاسي څېرو سره خبرو ته دوام ورکوي.


دغه پرېکړه‌لیک دغه‌راز په ټولنه کې په مساوي او اغېزمن ډول د ښځو چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې تر ډېره څنګ ته شوي، د بشپړ فعال ګډون غوښتنه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса