Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبانو عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر وروپېژانده

0
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکمنستان پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت ته ګومارل شوی شارژدافیر فضل محمد صابر خپلو همکارانو ته وروپېژندل شو.


د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي د معرفي په مراسمو کې چې پرون پنجشنبې ترسره شول، د سفارت پر کارکوونکو او یو شمېر افغانانو او سوداګرو سربېره د ترکمنستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وفا حاجییوف او یو شمېر همکارانو یې ګډون کړی و.


د ښاغلي بلخي په خبره ښاغلي حاجییوف ویلي، دلته د دې لپاره راغلي چې خپله دوستي او ورورګلوي ثابته کړي او زیاتوي چې له سفارت سره په همکارۍ به د ټاپي، ټاپ او نورې پروژې عملي کړي.


په عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو حکومت له‌خوا ګومارل شوی سرپرست سفیر او شارژدافیر داسې مهال دنده پیلوي چې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او په ډېرو هېوادونو کې د پخواني جمهوري نظام ډیپلوماتان خپلې دندې مخ ته وړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса