Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د امریکا ولسمشر نن د چین له ولسمشر سره پر ټیلیفون خبرې کوي

0
سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن به نن د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره پر ټیلیفون خبرې وکړي.


دواړه مشران داسې مهال خبرې کوي چې متحده ایالاتو پر چین فشار راوستی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د ملاتړ لپاره له مسکو سره مرسته ونه‌کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون پنجشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ولسمشر بایډن به ولسمشر شي جین پېنګ ته دا خبره واضح کړي چې چین به د هر هغه اقدام چې د روسیې د یرغل د ملاتړ لپاره‌یې کوي، مسؤل وي او دوی به ورته د زیان رسولو په برخه کې د بندیزونو په لګولو کې بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.


د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې دواړه مشران به دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي سیالیو په اړه هم خبرې وکړي.


تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د مارچ په ۱۴مه د ایتالیا په پلازمېنه روم کې د چین د بهرني سیاست له سلاکار یانګ ییچي سره په کتنه کې هغه ته ویلي و چې که چین د روسیې ملاتړ وکړي، نو دا به د دې هېواد لپاره ډېرې پایلې ولري.


چین او روسیې په وروستیو کې په خپلو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي او چین هم له دې ډډه کړې چې پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса