Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

ملګري ملتونه: ایران تېر کال لږترلږه ۲۸۰ تنه اعدام کړي

0
ملګري ملتونه وایي چې ایران تېر ۲۰۲۱ کال لږترلږه ۲۸۰ تنه اعدام کړي دي.


دا خبره د ایران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر جاوېد رحمان په یوه نوي راپور کې کړې ده.


په دغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی، نوموړي ویلي چې د مخدره موادو د قوانینو په تړاو اعدامونه زیات شوي دي.


هغه ویلي چې په اعدام شویو کې لږترلږه ۱۰ ښځې وې او درې تنه هغه ماشومان و چې د جرم د ترسره کولو په وخت کې ۱۸ کلنۍ ته نه‌و رسېدلي.


په دغه راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې د مخدره موادو د قاچاق په جرم د لږترلږه ۸۰ اعدام شویو په ډله کې څلور افغانان هم شامل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса