Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

انتونیو ګوترش د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د طالبانو د اعلان هرکلی وکړ

0
د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د هغه اعلان هرکلی وکړ چې ویلي یې دي، د سې شنبې په ورځ به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.


انتونیو ګوترش نن په یوه ټویټ کې ویلي، په کار ده د طالبانو دغه پلان تصویب او عملي شي.


ګوترش لیکلي د نجونو او هلکانو پر مخ باید ټول ښوونځي پرانیستل شي چې تعلیم وکړي او خپله وړتیا وښيي.


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د پنجشنبې په ورځ روېټرز خبري اژانس ته ویلي و چې ښوونځي به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي او نجونو ته به له هلکانو جلا د ښځینه ښوونکو له‌خوا درس ورکول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса