Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

په افغانستان کې د يوناما ماموريت وغزول شو

0
طالبانو نن جمعه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک هرکلی وکړ، چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما ماموریت یې د یوه بل کال لپاره تمدید کړ. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل: «موږ د یوناما د ماموریت تمدید کېدل یو مثبت ګام بولو او له دوی هیله کوو، چې دوی په افغانستان کې د بشري بحران او نورو ستونزو د حل لپاره خپل کارونه په اغېزناک ډول ترسره کړي.» د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېیر ین مککري هم د امنیت شورا له خوا د یوناما د ماموریت د تمدید هرکلی وکړ. هغه نن په ټویټر کې لیکلي، امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار د دوام اهمیت ته په پام، پرون یو مهم ګام واخیست. دا هم ویډیويي راپور



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса