Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د فرانسې ولسمشر خپل روسي سیال ته د اوکراین د ماریوپول ښار په اړه اندېښنه وښوده

0
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي، د اوکراین د ساحلي ښار ماریوپول د وضعیت په اړه چې روسي ځواکونو کلابند کړی دی، ژوره اندېښنه لري.


د فرانسې د ولسمشر دفتر پرون خبر ورکړ چې د دواړو ولسمشرانو ټیلیفوني خبرو یو ساعت دوام وکړ.


کرملېن هم په دې اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د روسیې ولسمشر د دې خبرو پر مهال د روان وضعیت پړه پر اوکراین واچوله.


په همدې حال کې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ساعت ټیلیفوني خبرې کړي. په دې خبرو کې هم د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو ټینګار شوی.




پرون له دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه وېډیويي وینا کې وویل چې په ماریوپول ښار کې د روسیې له لوري د توپونو پرله‌پسې ډزو په هغه تیاتر کې د خلکو د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي چې د روسیې د پوځ په هوايي برید کې ویجاړه شوی دی.


د دې تیاتر د نړېدلې ودانۍ له کنډوالو څخه لسګونه کسان ژغورل شوي، خو د اوکرایني چارواکو په وینا سلګونه نور کسان لاهم تر خاورو لاندې پاتې دي.


د اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې له پراخو غوښتنو سره سره روسیې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو حملو ته دوام ورکړی.


له بلې خوا د امریکا او چین ولسمشرانو پرون په ټیلیفوني خبرو کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړې. سپینۍ ماڼۍ ویلي دي چې د دوی خبرو نږدې دوه ساعته دوام وکړ.




چین پر اوکراین د روسیې یرغل تر اوسه نه‌دی غندلی او اشغال‌یې هم نه‌دی بللی.


پیکېنګ وايي، د اوکراین ارضي تمامیت په رسمیت پېژني، خو په عین حال کې وايي، روسیه هم مشروع امنیتي اندېښنې لري چې باید پاملرنه ورته وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса