Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله او افغانستان د ناخوښو هېوادونو په سر کې راغلل

0
د ملګرو ملتونو په ملاتړ په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، فنلنډ د پنځم کال په مخه په پرله‌پسې ډول د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد بلل شوی دی، خو افغانستان د ناخوښو هېوادونو په سر کې دی.


په دې کلني راپور کې د ۱۴۶ هېوادو په اړه نظر څرګند شوی دی. د راپور له مخې بلغاریا، رومانیا او صربیا هغه هېوادونه ګڼل شوي چې د خوشحالۍ په لور یې ستر ګامونه اخیستي دي. 


د نړۍ د خوشحالۍ د کچې د معلومولو راپور دا ۱۰م کال دی په پرله‌پسې توګه خپرېږي.


دا راپور د یوه هېواد د استوګنو د تشخیص، همداراز د همدې هېواد د اقتصادي او اجتماعي وضعیت د بنسټ له مخې جوړېږي. 


د یادونې وړ ده چې دغه وروستی راپور سره له دې چې تازه خپور شوی دی، خو مخکې تر دې چمتو شوی و چې روسیه پر اوکراین برید وکړي.


د خوشحاله هېوادونو په ډله کې تر فنلنډ وروسته ډنمارک راغلی دی، ایسلنډ درېیم، سویس څلورم او هالنډ پنځم ځای خپل کړی دی. 


په ناخوښو هېوادونو کې له افغانستانه وروسته د لبنان او ونزوئلا نومونه راغلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса