Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د جاپان صدراعظم نوې ډېلي کې د هند له صدراعظم سره ګوري

0
د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا نن په نوې ډېلي کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره ګوري. 


ښاغلي کیشیدا تر دې لیدنې کتنې مخکې وویل چې دا سفر پر اوکراین د روسیې له برید سره هم‌مهاله ترسره کېږي، نو دی به پر دې ټینګار وکړي چې د اوکراین په قضیه کې نړیوال سره ورته دریځ خپل کړي.


د فبرورۍ له ۲۴مې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، توکیو پر لسګونو روسانو بندیزونه لګولي دي او یو شمېر اوکرایني کډوالو ته‌یې پناه ورکړې ده، هند بیا تر اوسه پر اوکراین د روسیې برید نه‌دی غندلی.


یو شمېر جاپاني رسنۍ خبر ورکوي چې صدراعظم کیشیدا به د نوې ډېلي د سفر پر مهال په هند کې د پنځو کلونو په مخه د ۴۲ میلیارده ډالرو پانګونې اعلان وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса