Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

مسکو ته د اوکراین د ولسمشر پيغام: د بې‌ځنډه، معنا داره او منصفانه خبرو وخت راغلی

0
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن سهار په یوه پیغام کې روسیې ته وویل، اوس د بې‌ځنډه، معنا داره او منصفانه خبرو وخت راغلی دی.


ده مسکو ته خبرداری ورکړ چې که جدي خبرې ونه‌کړي داسې تاوان به وکړي چې تاوان به‌یې څو نسلونه ورکوي. 


د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي زلنسکي زیاته کړه، اوکراین تل د سولې وړاندیزونه کړي دي. 


زلسنکي په دې وېډیويي پیغام کې چې نن سهار یې خپور کړ، ویلي "غواړي چې ټول‌یې غږ واوري، په ځانګړي ډول مسکو. د کتنې وخت راغلی. اوس د خبرو اترو وخت دی".


د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي: "د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د ټینګښت او د عدالت د تأمین وخت راغلی دی. که داسې ونه‌شي، د روسیې تاوان به دومره وي چې څو نسله به‌یې جبران کولای نه‌شي."




دواړه خواوې له څو اوونیو راهیسې په خبرو بوختې دي، خو په خبرو کې یې د پرمختګ څرک نه‌لګېږي. 


له بلې خوا کرملېن په یوه اعلامیه کې ویلي چې روسیه تیاره ده چې د حل­‌لارې د موندلو لپاره د اصولي لارو چارو له مخې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


دا په داسې حال کې ده چې پر روسیې د جګړې د درولو په خاطر د نړیوالو فشارونه په ډېرېدو دي.


تازه د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې پر اوکراین د مسکو د حملې د درېدو امر وکړي چې له ډیپلوماتیکو حل‌­لارو د بشري بحران مخه ونیول شي.


د شولتز دفتر پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو په اوکراین کې د روانې جګړې او د هغې د ختمېدو پر لارو چارو یو ساعت خبرې وکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса