Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

امریکا: د زندانونو د ماتولو په اړه د طالبانو بېړنۍ پرېکړې داعش ډله پیاوړې کړه

0
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت فرانک‌ مک‌کنزي یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د ودې او پراختیا او په راتلونکي اوړي کې د پراخو بریدونو په اړه له وړاندې اندېښنه وښوده.


هغه موضوع چې طالبان‌یې په پرله‌پسې توګه ردوي.


ښاغلي مک‌کنزي پرون خبریالانو سره خبرو کې د افغانستان د نیولو پر مهال د طالبانو له‌خوا د زندانونو ماتولو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، د طالبانو دې بېړنۍ پرېکړې او لنډ لیدلوري داعش ډله پیاوړې کړه او له دوی سره د نوې انرژۍ او وړتیا یوځای کېدو لامل شوه چې کولای شي د جګړې په راتلونکي فصل کې د هغوی لپاره د قوت ریښه وګرځي.


د سنتکام مشر که څه هم وویل، افغانستان کې به د داعش بریدونه زیات شي، خو دا یې هم وویل، ارزونه‌یې ښيي چې طالبان به‌یې پر ضد سخت عملیات وکړي.




دی وايي: "زه فکر کوم چې طالبان به هڅه وکړي چې د داعش د محدودولو لپاره عملیات وکړي. دا به جالبه وي چې وګورو ایا دوی دا کار کوي او که نه، ځکه داعش سخت هدف دی. د دوی شمېر د تېر په پرتله زیات شوی. تاسې پوهېږئ چې دا به د طالبانو لپاره یوه ننګونه وي. که څه هم زما ارزونه ښيي چې طالبان به هڅه وکړي په ټول قوت د داعش پر ضد عمل وکړي."


د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ شمېرې ښيي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه له ۴ زرو زیات وسله‌‌وال لري.


خو د طالبانو حکومت بیا وايي، داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌لري او فعالیت‌یې صفر ته نږدې شوی دی.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د داعش د پاتې شونو د پیدا کېدو لپاره استخباراتي عملیات روان دي، هڅه روانه ده چې دا پدیده په ټولیز ډول د افغانستان له خاورې پاکه شي، کومې اندېښنې چې امریکايي چارواکي لري دا موږ ردوو اصلي خبره دا ده چې دلته د اندېښنو د راپیدا کولو هڅه کېږي."




د داعش ترڅنګ القاعده د افغانستان د ملي امنیت لپاره بل ګواښ بلل کېږي.


 که څه هم د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت فرانک‌ مک‌کنزي په افغانستان کې د القاعده شمېر کم او پاشلی بولي، خو زیاتوي چې له طالبانو سره د القاعده ډلې د غړو کورنۍ او دودیزې اړیکې د دې لامل شوي چې دې ډلې سره مبارزه، طالبانو ته ستونزمنه کړي.


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر وايي، دوی طالبان له نږدې څاري او ګوري چې د القاعده پر ضد څه ډول ګامونه اخلي.


په افغانستان کې د القاعده د فعالیت په اړه د طالبانو حکومت بیا وايي، اوس‌مهال د دې ډلې وسله‌وال په دې هېواد کې نه‌شته او له امریکا سره په دوحه کې د شوي تړون پر بنسټ، د طالبانو او القاعده لارې جلا دي.


هغه خبره چې امریکا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپايي ټولنې نه‌ده منلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса