Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: ځینې ستونزې سبب شوي چې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول هڅې بریالۍ نه‌شي

0
که څه هم د امریکایي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت د پخوا په نسبت څه لوړ شوی، خو خلک شکایت لري چې لا هم په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې نه‌دي کنټرول شوي.


د افغانستان د اقتصادي څېړنو د غیر دولتي بنسټ مشر محمد اصف ننګ د بیو په لوړوالي کې ګڼ مسایل دخیل بولي.


دی وايي: "په افغانستان کې له ۵،۷۰۰ فابریکو نږدې ۵،۰۰۰ یې د بند، نیمه بند او له فعالیته لوېدلې دي، که فعالیت لري بیا هم د بازار غوښتنه نه‌شي پوره کولای. ځکه نو بیې لوړې شوې دي. د وارداتو کچه ټیټه شوې چې دې موضوع هم اغېز کړی دی."


ښاغلی ننګ وايي، تر کرونا وبا وروسته راغلي وضعیت، د سرچینو کموالي او د سونګ توکو د بیو لوړېدو هم پر بیو تأثیر کړی دی.




پرون شنبه په کابل کې یو امریکايي ډالر د څه باندې ۸۸ افغانیو په بدل کې تبادله کېده چې دا د لیندۍ/قوس میاشتې په نسبت د افغانیو د ارزښت د پام وړ زیاتوالی ښيي چې هغه وخت یو ډالر په ۱۲۰ افغانیو هم تبادله کېده.


د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، که څه هم د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی، خو ځینو ستونزو د بیو کنټرول کمزوری کړی دی.


ښاغلی مجاهد وايي: "د نرخونو د کنټرول لپاره د ولایتونو ښاروالیو ته دنده سپارل شوې ده، بازار ته نرخونه هم ورکړل شوي دي، خو ځینې ستونزې شته. یو هم د تېلو قیمتي ده، د اوکراین له جګړې سره په سیمه‌ییزه کچه بیې لوړې شوې دي، په ځانګړي ډول د تېلو چې د مالونو پر ټولو انتقالاتو او بیو اغېز کوي، ځینې بې‌انصافۍ د تجارانو او دکاندارانو له‌خوا هم کېږي."




تر دې مخکې کابل ښاروالۍ ازادي راډیو ته ویلي و، د ډالرو د بیې تر ټیټېدو وروسته دوی د بیو فهرست یا نرخ‌نامې وېشلي چې د وخت په تېرېدو سره به په‌کې بدلون راشي.


خلک شکایت لري چې په ولایتونو کې هم د ښاروالیو له دغو هڅو سره سره د لومړنیو ضروري توکو بیې نه‌دي ټیټې شوي.


تر دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ټولو سوداګرو او هټۍوالو غوښتنه کړې وه چې د خوراکي او نورو اړینو توکو د نرخو په کنټرول کې له خلکو سره همکاري وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса