Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

یونېسف: لا هم افغانستان د ماشومانو لپاره ناوړه ځای دی

0
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت له اړخه د ماشومانو لپاره ناوړه ځای بولي.


د افغانستان لپاره د یونېسف ادارې د ارتباطاتو، وکالت او مدني مشارکت مشرې سم مورت ازادي راډیو ته وویل، لوږې، بې‌وزلۍ او اقتصادي رکود تر ډېره ماشومان اغېزمن کړي دي.


مېرمن مورت زیاتوي: "افغانستان د ماشومانو لپاره ناوړه ځای دی. د وزګارتیا زیاتېدو او اقتصادي رکود ګڼې کورنۍ له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان کړي. میندې او پلرونه له سختو انتخابونو سره مخامخ شوي. د درې وختونو خوړو شمېر په کمېدو دی، د خوړو اندازه په کمېدو ده او دغه خواړه د دوی د تغذیې اړتیاوې نه‌شي پوره کولای. د حیرانۍ وړ نه‌ده چې ماشومان زیات کړېږي."


یونېسف په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په سلو کې ۸۲ افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او خلک مجبوره شوي چې په ماشومانو کار وکړي.


یونېسف خبرداری ورکړی چې د کارګرو ماشومانو شمېر د بې‌وزلۍ له امله تر یو ملیون اوښتی او دا شمېر په زیاتېدو دی.




د طالبانو حکومت یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دوی د یونېسف په ګډون له هغو مؤسسو سره چې د ماشومانو برخه کې فعالیت کوي په اړیکه کې دي او هڅه کوي د ماشومانو اړوند پروګرامونه په سمه توګه پیل او ښه مدیریت شي.


مجاهد ونه‌ویل چې له لوږې او بې‌وزلۍ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره دوی څه پروګرام لري.


بل‌خوا تېره میاشت سېف د چلډرن مؤسسې ازادي راډیو ته ویلي و، په افغانستان کې نږدې پنځه ملیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса