Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د اوکراین حکومت کلابند شوي ماریوپول ته د خلکو د ایستلو لپاره بسونه ورلېږي

0
د اوکراین حکومت په پام کې لري چې له کلابند شوي ماریوپول ښار څخه د خلکو د ایستلو لپاره په لسګونو بسونه ولېږي.


د صدراعظم مرستیالې ایرینا ویرش­چوک ویلي چې نن دوشنبه به دغه ښار ته نږدې ۵۰ بسونه ورسېږي.


اټکل کېږي چې په کلابند شوي ښار ماریوپول کې به ۳۵۰ زره کسان راګیر پاتې وي.


د اوکراین چارواکو په دغه ښار کې د یوې انساني غمیزې د احتمال خبره کړې ده.


د ښار اوسېدونکي له اساسي خدماتو لکه د اوبو، خوراکي او سونګ توکو له کموالي سره مخامخ دي.


روسیه هڅه کوي چې پر دغه ستراتېژیک ښار ولکه ټینګه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса