Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: د فرانسې سره صلیب اداره د کرونا ناروغانو د درملنې روغتونونه بیافعالوي

0
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د فرانسې د سره صلیب ادارې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې روغتونونه بېرته فعال کړي.


د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وزارت‌یې تر اوسه توانېدلی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې د پنځو روغتونونو لپاره د تمویل مالي سرچینې پیدا کړي.


ښاغلی هژیر زیاتوي: "په هغه سفر کې چې د روغتیا سرپرست وزیر د نورو وزارتونو له پلاوو سره جنوا ته درلود، هلته د ای ار سي په نوم یوه بنسټ ژمنه وکړه چې د «کووېډ-۱۹» ټول روغتونونه به فعال کړي."


پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو مخکې په دې هېواد کې ۳۸ روغتونونه فعال و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса