Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبانو د داعش په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر څرګندونې رد کړې

0
د طالبانو د استخباراتو ریاست د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال کنت فرانک مک‌کنزي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي دي، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه د ودې په حال کې ده.


دې ریاست پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د داعش د نظامي حضور په اړه د جنرال مک‌کنزي څرګندونې په کلکه رد کړي او هغه‌یې د استخباراتي تبلیغاتو یوه برخه بللې دي.


د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي، داعش د افغانستان په هېڅ برخه کې فزیکي حضور نه‌لري او هغه نور د اندېښنې وړ نه‌ده.


د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کنزي په دې وروستیو کې ویلي چې د اټکلونو له مخې په اوس وخت کې به د داعش لږترلږه تر دوو زرو پورې غړي په افغانستان کې فعال وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса