Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

کندهار کې د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې د جوړولو کار پیل شو

0
په کندهار کې د یوه ملي سوداګر د دوه‌نیم ملیونه ډالرو په پانګونې د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې د جوړولو کار پیل شو. 


دا فابریکه چې د حاجي شمس‌الله عطا په نوم د ملي سوداګر له‌خوا د کندهار په صنعتي پارک کې جوړېږي، کار به‌یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړ او په لومړي سر کې به د ۹۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.


د ښاغلي عطا په خبره دغه فابریکه به په یوه ساعت کې له پنځو نه تر اوو ټنو پورې د تعمیراتي سیخونو د تولید ظرفیت ولري.


د کندهار په صنعي پارک کې د دغې فابریکې د جوړولو کار داسې مهال پیلېږي چې په دې پارک کې په دې وروستیو کلونو کې په سلګونه فابریکې تړل شوي چې یوه عمده ستونزه‌یې د برېښنا نشتوالی بلل شوی دی.


د کندهار د برېښنا ریاست مسؤلين وایي، د هلمند له کجکي بند څخه کندهار ته د برېښنا د مزي پر نوي کولو کار روان دی او په بشپړېدو سره به‌یې د کندهار د صنعت‌کارانو د برېښنا ستونزه تر ډېره هواره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса