Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

افغانستان کې د بزګر ورځ؛ د طالبانو حکومت د نن عمومي رخصتي هم له‌منځه یوړه

0
وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت سږکال د نوروز د جشن رسمي مراسم لغوه کړل او په دې مناسبت‌یې عمومي رخصتي هم له‌منځه یوړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت‌یې پرون اعلان وکړ چې نن به هم چې مخکې کلونو کې د بزګر ورځ لمانځل کېده، عمومي رخصتي نه‌وي.


دغه وزارت وایي، نن سې شنبې د وري یا حمل دوهمه په افغانستان کې رخصتي نه‌ده او د بزګر مېله چې معمولاً هر کال به په همدې ورځ لمانځل کېده، د حمل په پنځمه د راتلونکې جمعې په ورځ ولمانځل شي.


دې وزارت رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې دغه‌راز ویلي چې ټولې ادارې به نن عادي کارونه مخ ته وړي.


د طالبانو حکومت دغه‌راز پرون د نوروز یا د نوي کال د لومړۍ ورځې په مناسبت چې پخوا عمومي رخصتي وه، هغه هم له‌منځه یووړه او ورسره‌یې د نوي ۱۴۰۱ کال په ویاړ رسمي مراسم هم لغوه کړل، خو له دې سره پرون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خلکو په خپله نوروز یا د نوي کال جشن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځه.  


د وري یا حمل په دوهمه به د افغانستان په ټولو سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېده، خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې ټول ښوونځي به سبا چهارشنبې په ټول افغانستان کې د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شي. 




که څه هم دې وزارت په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې د نجونو زده‌کوونکو نوم نه‌دی اخیستی، خو له دې مخکې یې ژمنه کړې وه چې ټولې نجونې به بېرته زده‌کړې پیل کړي.


د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونځیو د بیاځلي پرانیستلو لپاره ځانګړي مراسم پلان شوي دي. 


د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د افغانستان په ډېرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، خو د طالبانو حکومت ویلي و چې د نجونو د زده‌کړې ضد نه‌دي، خو پر یوې طرحې کار کوي چې په بشپړېدو سره به‌یې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي بېرته پرانیستل شي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په داسې حال کې چې د ژمي تر رخصتۍ وروسته ښوونځي او پوهنتونونه به ډېر ژر پرانیستل شي، افغانستان یوه حساسه مرحله په مخ کې لري.


یوناما ویلي چې پرون‌یې د لوړو زده‌کړو له سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره خبرې کړي او زیاتوي چې په دې خبرو کې د ټولو لپاره با کیفیته زده‌کړو ته د مساوي لاسرسي پر اهمیت او د اکاډمیکو زده‌کړو ازادۍ پر یقیني کولو ټینګار وشو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса