Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

یوه روسي ورځپاڼه: د اوکراین د جګړې له پيله نږدې ۱۰ زره روسي سرتېري وژل شوي

0
د کرملېن یوې پلوۍ ورځپاڼې ویلي، د اوکراین د جګړې له پيله تر اوسه نږدې ۱۰ زره روسي سرتېري وژل شوي دي. 


د کومسومول سکایا پروده (Komsomolskaya Pravda) په نوم ورځپاڼې دا راپور د روسیې د دفاع وزارت په حواله انلاین خپور کړ، خو له خپرېدو څو شېبې وروسته‌یې بېرته لیرې کړ.


روسیې بیا د اوکراین په جګړه کې په رسمي ډول د نږدې ۵۰۰ سرتېرو مړینه تأیید کړې، خو اوکرایني او امریکایي چارواکي اټکل کوي چې ممکن تر اوسه د ۷ زرو او ۱۰ زرو ترمنځ روسي سرتېري وژل شوي وي. 


په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، که د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هره ممکنه پرېکړه کېږي، دی به‌یې اوکراین کې ریفرنډم یا ټول‌پوښتنې ته وړاندې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса