Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

پوتين: له دې وروسته له غیر دوستو هېوادونو د ګازو د پلورلو بدل کې یوازې روبل غواړو

0
په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ له خنډ و ځنډ سره مخامخ دی، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبه) وویل، مسکو له دې وروسته له غیر دوستو هېوادونو د ګازو د پلورلو په بدل کې یوازې روبل غواړي.


پوتین پرون (چهارشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل، دا نوې پرېکړه به له همدې روانې اوونۍ څخه عملي شي.


ده په عین حال کې وویل چې هغو هېوادونو ته چې روسیه د قرارداد پر اساس ورباندې ګاز پلوري، له موجودو قراردادونو سره سم، د ګاز انتقال دوام وکړي.


له بلې خوا روېټرز خبري اژانس د اروپايي اتحادیې د یوه جګپوړي چارواکي په قول وویل چې له روسیې څخه په روبلو د ګاز د رانیولو موضوع د بحث وړ ده.


له بلې خوا د جرمني د اقتصاد وزیر رابرت هابک وویل چې د پوتین دا غوښتنه د قرارداد خلاف ده.


د اوسنیو قراردادونو له مخې، اروپايي هېوادونه له روسیې څخه ګاز په ډالرو رانیسي.


ښاغلي هابک همداراز وویل، د روسیې پرېکړې ته د احتمالي ځواب په اړه به له خپلو اروپايي شریکانو سره خبرې وکړي.


روسیه په نړۍ کې د ګازو تر ټولو سترې زېرمې لري او اکثره اروپايي هېوادونه په ځانګړي ډول په ژمي کې د روسیې ګازو ته اړتیا لري.


وروسته له دې چې د فبرورۍ په ۲۴مه روسیې پر اوکراین له ځمکې، هوا او اوبو پراخ یرغل پیل کړ، ګڼو اروپايي هېوادونو د روسیې خلاف په بندیزونو کې فعاله برخه واخیسته.


خو له دې سره سره تر اوسه پورې هېڅ هېواد له روسیې څخه د ګازو د نه‌رانیولو په اړه پرېکنده پرېکړه نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса