Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

ترکیې له ۶م ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته خواشیني وښوده

0
ترکیې د طالبانو پر هغه اعلان خواشیني څرګنده کړې چې له مخې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي. 


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو وغوښتل چې ټول زده‌کړو ته پرېږدي. 


د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کونکو ښوونځي به تر هغو تړلي وي چې په دې اړه د شریعت له مخې یوه طرحه بشپړه شي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د نجونو په ګډون د ټولو زده‌کونکو زده‌کړه د ټولو افغانانو هیله ده او دوی د طالبانو پر دې پرېکړې خوابدي دي.


دې وزارت د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې ټولې نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي ځکه دا د ټولو افغانانو په ګټه ده او ترکیه به په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса