Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

له ۶م ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو د طالبانو ممنوعیت ته غبرګونونه په زیاتېدو دي

0
د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي په وړاندې د غبرګونونو دوام.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د طالبانو د دغه پرېکړې په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي دي چې زده‌کړې د افغانانو بشري حق دی او امریکا د افغانانو سره د کړیو ژمنو د نه‌عملي کېدو په اړه د طالبانو پلمې نه‌مني.


ښاغلي بلېنکن دغه‌شان ویلي دي چې په دې برخه کې امریکا د افغان نجونو او د دوی د کورنیو سره ولاړه ده.


نوموړي ویلي که طالبان دا پرېکړه فسخه نه‌کړي دا به د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو د ښه کېدو هیلو ته جدي زیان ورسوي.




که څه هم طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې د مارچ په ۲۳مه د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي، خو تېره ورځ‌يې د خپلې دغه ژمنې خلاف له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه‌کړه.


په ورته وخت کې امریکایي سناتورې جین شاهین په دې اړه پر خپل ټویټر سخت غبرګون ښودلی او لیکلي دي چې د یوه ښځینه سناتورې په توګه د طالبانو دا اقدام غندي.


نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره باید د دغه بې‌عدالتۍ او د افغان مېرمنو د ازادیو او حقونو د دوامداره نقض په تړاو حساب کتاب وکړي.


د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو ټینګار کړی چې د طالبانو دا ډول کړنې به د افغانستان پر بشري حقونو، پرمختګ او اقتصاد ژور اغېز وکړي.


په اعلامیه کې راغلي دي چې د قطر دولت د یوه اسلامي هېواد په توګه چې ښځې يې د زده‌کړو په ګډون له ټولو حقونو برخه‌منې دي د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو د حقونو په اړه د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سم په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.




ترکیې هم د طالبانو پر دغه اعلان خواشیني څرګنده کړې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې له طالب چارواکو وغوښتل چې ټول زده‌کړو ته پرېږدي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د نجونو په ګډون د ټولو زده‌کونکو زده‌کړه د ټولو افغانانو هیله ده او دوی د طالبانو پر دې پرېکړې خوابدي دي.


دې وزارت د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی چې ټولې نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي ځکه دا د ټولو افغانانو په ګټه ده او ترکیه به په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي.


که څه هم د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي، هر کله چې د ښوونځیو لباس د شریعت، افغاني دود او کلتور سره سم طرح شو، هغه وخت به د "اسلامي امارت" د حکم سره سم ذکر شوي ښوونځي پرانیستل شي.


دا ټیک هماغه دریځ دی چې دغه ډلې په ۱۹۹۶ کال کې د خپل لومړي ځل واکمنۍ پر مهال درلود.


د طالبانو حکومت د هغه مهال یوه چارواکي شېر محمد عباس ستانکزي چې اوس‌مهال د دوی د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی په کال ۱۹۹۶ میلادي کې سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې ته ویلي و، دوى په داسې طرحه کار کوي چې له مخې يې ښځو ته کار او نجونو ته د زده‌کړو مصون چاپېریال رامنځته شي.




ده زیاته کړې وه: "موږ دوی ته (افغان نجونو، مېرمنو) ته ويلي چې د اوس لپاره دې دوی کار ځايونو او ښوونځيو ته مراجعه ونه‌کړي، څو موږ ورته يو حل لاره ومومو او د زده‌کړو او يا هم د کار لپاره ورته جلا ځايونه برابر کړو، د هغو ښځو په اړه چې وار له مخه‌يې په دولتي بنسټونو کې کار کاوه موږ ورته ويلي چې دوی دې تر امر ثانې پورې خپلو کورونو کې پاتې شي او موږ به‌يې معاشونه او امتيازونه ورکوو."


خو طالبانو د خپل لومړي ځل شپږ کلن حاکمیت پر مهال [۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ ] کال پورې نه ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړه او نه‌يې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړه.


اوس نجونې اندېښنه لري چې ښايي د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ په شان تر کلونو کلونو له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي او اجازه ورنه‌کړل شي چې د ښوونځیو په دروازه ورننوځي.


هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو تازه دریځ هم ولرو، خو ویاندویانو يې زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса