Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

امریکا او نورو هېوادونو د نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله

0
د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه وغندله چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.


د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دغه‌راز د اروپايي ټولنې د لوړ رتبه استازي په پرونۍ ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.


په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.


غربي هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي: "د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوي تضمین سره په ټکر کې دی."


طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې په نوي تعلیمي کال کې به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو د چهارشنبې په ورځ‌یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم ته یو وار بیا اجازه ورنه‌کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса