Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۹۰ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل

0
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۹۰ تنه افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته ولېږل شول. 


دې ټولنې پرون (پنجشنبه) وویل چې دا ماشومان چې سخت سوځېدلي وو او یا د هډوکو د ماتېدو د نرمېدو په ناروغیو اخته وو، د جرمني د سولې کلي مؤسسې په مرسته د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي دي.


په همدې حال کې ۱۹ افغان ماشومان چې وړاندې د درملنې لپاره جرمني ته لېږل شوي وو، له درملنې وروسته افغانستان ته ستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. 


د جرمني د سولې کلي مؤسسې په تېرو څه باندې درې لسیزو کې څه باندې ۴،۵۰۰ افغان ماشومان د تداوۍ لپاره خپل هېواد ته بیولي او بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса