بلېنکن خپل اسرائیلي او د خلیج څلورو هېوادونو له سیالانو سره خبرو کې ملګری شو
تمه کېږي دغه مذاکرې د ایران د اټمي تړون پر بیا راژوندي کېدو متمرکزې وي.
د دغو خبرو کوربه اسرائیل د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون چې د ایران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی و، مخالفت کړی دی.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د اټمي تړون د بیاژوندي کېدو لپاره مذاکرو ته دوام ورکړی دی.
د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان کړی و.
