Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د قطر د بهرنیو چارو وزیر: زده‌کړو ته د افغان نجونو نه‌پرېښودل بوږنوونکې ده

0
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وايي، له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو د نه‌پرېښودو په اړه د طالبانو پرېکړه بوږنوونکې وه او له طالبانو غواړي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې پر طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د زده‌کړو د حق د ورکولو او پراخ‌بنسټه حکومت د جوړولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.


د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د منځکړیتوب د رول دفاع وکړه.


قطر له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر او همداراز د امریکا او طالبانو د هغو خبرو کوربه و چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه او پر اساس‌یې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса