Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د اوکراین لوېديځ کې د روسیې د راکټي حملو له امله د تېلو یوې زېرمې اور اخیستی

0
یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین په لوېديځ کې روسیې راکټي حملې وکړې، د مارچ په ۲۷مه په لویف کې د تېلو په یوه زېرمه کې اور ولګېد.


دا پر اوکراین د روسیې د حملو له پیل راهیسې د اوکراین په لوېدیځ ښار کې تر ټولو د پام وړ برید ګڼل کېږي.


د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې د لویف په څنډو کې څلور توغندي ولګېدل او یوه بل برید تأسیساتو ته زیان واړاوه او لږ تر لږه پنځه کسان‌یې ټپیان کړل. لویف هغه ښار دی چې د پولنډ له پولې شااوخوا ۶۰ کیلومتره لیرې پروت دی او سلګونه زره بې‌ځایه شوي اوکراینان ورغلي دي.  


د بمباریو پر مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن پولنډ ته پر سفر و چې د اوکراین د مدافعینو او پناه غوښتونکو څخه ملاتړ څرګند کړي او د ناټو غړو هېوادونو د خاورې د دفاع لپاره د ناټو پر هوډ ټینګار وکړي. 


بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "قصاب" بللی او خبرداری یې ورکړی چې هغه له یوې اوږدې جګړې سره مخامخ دی. 




سپینې ماڼۍ د بایډن له پولنډه له وتلو وروسته وویل چې د امریکا د ولسمشر د خبرو هدف په روسیه کې د رژیم د بدلون غوښتنه نه‌وه.


د پوتین ویاند وروسته وویل چې د روسیې مشرتابه په بایډن پورې تړاو نه‌لري چې په اړه‌یې پرېکړه وکړي.  


دمیتري پسکوف وویل، د روسیې ولسمشر روسانو انتخاب کړی دی. 


په داسي حال کې چې په اوکراین کې د روسیې یرغل له سخت مخالفت سره مخامخ شوی دی، پوتین د مخالفینو او منتقدینو بې‌ساري ځپنه پیل کړې ده.


نړیوالې ټولنې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې پر روسیه په مالي، سوداګریزه، د سفر او ډیپلوماټيکو برخو کې سخت بندیزونه لګولي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса