Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

یوناما یو ځل بیا له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یا یوناما مرستیال مشره میټي نودسن وایي، طالبانو ته په‌کار ده چې د نجونو پر مخ د لوړو زده‌کړې ښوونځي سمدستي پرانیزي.


یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې مېرمن نودسن د پکتیا په مرکز ګردېز کې د طالبانو له والي مولوي محمد علي جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونونو او د مدني ټولنې له استازو سره کتلي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو چارواکي باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د نجونو لېسې سمدستي بېرته پرانیزي.


د وري یا حمل په درېیمه چې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیا هم طالب چارواکو اجازه ورنه‌کړه چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.


د طالبانو دغه اقدام د نړیوالو سخت غبرګون راپارولی او د طالبانو له سرپرست حکومت‌یې غوښتي چې سمدستي ټولې نجونې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.


طالبانو ویلي چې په دې اړه تر اوسه یوه طرح نه‌ده بشپړه شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса