Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د ایبک او پلخمري ترمنځ لویه لاره کې د درې پلونو د رغونې چارې بشپړې شوې

0
د طالبانو د ټولګټو وزارت د ایبک او پلخمري ترمنځ لویه لاره کې د درې پلونو د رغونې د چارو د بشپړېدو خبر ورکوي.


د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د سړک جوړونې احمد مزمل شرکت سره د شوي قرارداد له مخې دغه سړکونه د نږدې شپږنیم ملیون افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.


ښاغلی حق‌شناس زياتوي: "د دغې پروژې په جریان کې د سیمې اوسېدونکو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته شوي او په بشپړېدو سره دغه‌راز د خلکو ډېرې ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي."


د افغانستان په اکثرو سیمو کې خلک د سړکونو له خرابوالي شکایت کوي، خو د طالبانو د ټولګټو وزارت چارواکي وایي، خپل مالي امکاناتو ته په پام هڅه کوي چې د خلکو د ترانسپورټي ستونزو غم وخوري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса