Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

بایډن وایي واک کې د پوتین د نه‌پاتې کېدو په اړه له خپلې خبرې بخښنه نه‌غواړي

0
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د هغې خبرې په اړه بخښنه نه‌غواړي چې ویلې یې و، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین واک کې نه‌شي پاته کېدای.


بایډن د مارچ په ۲۶مه د پولنډ مرکز وارسا کې دا خبره کړې وه او هغه مهال داسې تعبیر شوه چې ګواکې دی د روسیې په رژیم کې بدلون غواړي.


پرون د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف د بایډن دا خبرې "په یقیني ډول د خطر زنګ" وباله، خو بایډن وایي، هېڅوک دا باور نه‌کوي چې ده دې ویلي وي، پوتین له واکه لیرې کوي. 


بایډن له اوکراینه کډه شویو کسانو سره تر کتنې وروسته ویلي "وروستی کار چې غواړم ویې‌کړم هغه دا دی چې له روسیې سره ځمکنۍ جګړه پیل کړم". 


پر اوکراین د روسیې یرغل د مسکو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې ډېرې خړې پړې کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса