Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: قطر او اوندونیزیا له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې وکړې

0
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، قطر او اوندونیزیا له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې وکړې.


دې وزارت په هغه اعلامیه کې چې پرون دوشنبه‌یې خپره کړې ویلي چې دغه نوې ژمنې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي او د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لُلوة الخاطر له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په درې اړخیزه غونډه کې کړي.


د اعلامیې له مخې په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې وشوې.


د اعلامیې له مخې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې هېواد به‌یې پر بشري مرستو سربېره په افغانستان کې له تعلیمي ادارو سره مرسته وکړي او هم به افغان زده‌کوونکو ته سکالرشپونه ورکړي.


همداراز د قطر د بهرنيو چارو مرستيال وزيرې هم ژمنه وکړه چې قطر به په نږدې راتلونکي د قطر خيريه بنسټ او د قطر سرې مياشتې دفترونه په کابل کې پرانیزي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса