Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د طالبانو له لوري د ښوونځیو د تړلو پرېکړې په اړه د اروپايي ټولنې خبرداری

0
اروپايي ټولنه خبرداری ورکوي که طالبان د ښوونځیو د تړلو له پرېکړې لاس په سر نه‌شي، له نړۍ سره به‌یې د باور جوړونې په اړیکو بد اغېز وکړي.


اروپايي ټولنې او نړیوالو شریکانو یې په یوه اعلامیه کې لیکلي، د طالبانو دا پرېکړه چې له یو ملیون زیاتې نجونې یې له زده‌کړو محرومې کړي، د زده‌کړو په برخه کې د ماشومانو د بنسټیز حق څخه ښکاره سرغړونه ده.


په اعلامیه کې زیاته شوې: "دا د زده‌کړو له هغو حقونو او هغو نړیوالو سندونو ښکاره سرغړونه ده چې ټول ماشومان‌یې لري او افغانستان‌یې غړیتوب لري."


په دې اعلامیه کې زیاته شوې، هېڅ یو مذهبي یا ټولنیز دلیل نه‌شته چې دا عمل پرې توجیه شي. 


اعلامیه کې د دې یادونه هم شوې چې د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړه، له هغو ژمنو ښکاره سرغړونه ده چې ویلي یې و، هڅه کوي په نوي ښوونیز کال کې ښوونځیو ته د ټولو ماشومانو د تلو لپاره زمینه برابره کړي.




یو له دغو زده‌کوونکو سمیه په بادغیس کې په ۱۲م ټولګي کې ده. وروسته له دې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌کړو بندیز ولګاوه، هغه ښوونځي ته له تلو محرومه شوه. 


وايي، دا شپې ورځې فکر کوي چې د نړۍ ټول غمونه‌یې په اوږو بار دي او له دې امله چې له زده‌کړو محرومه شوې، د خپل تیاره راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه ده.


دا زیاتوي: "ډېر بد حس لرم. د نړۍ ټولې نجونې کولای شي ښوونځیو ته ولاړې شي، کولای شي چې پرمختګ وکړي، خپلې ټولنې او خلکو ته خدمت وکړي، نو ولې یوه افغانه نجلۍ دا نه‌شي کولای؟ یوه افغانه نجلۍ د دې وړتیا لري چې ان جمهور رئیسه شي او په نړیواله کچه کار وکړي."


له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو یوازې نجونې له ننګونو سره مخ کړي نه‌دي، بلکې ښځینه ښوونکې یې هم له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي.


په هرات ولایت کې یوه ښوونکې چې ۱۱م او ۱۲م ټولګیو کې نجونو ته زده‌کړه ورکوي او د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته‌یې وویل: "کله چې خبره شوم چې زده‌کوونکې باید رخصت شي، هماغه مهال یو ډله زده‌کوونکې راغلې وې او په ډېره نهیلۍ بېرته ولاړې. ټولو ژړل او موږ هم ورسره ژړل. کله چې ټولګیو ته ځو، ټول خالي دي. ډېر مهم ارزښتونه‌یې له موږ واخیستل. ما ته مې دنده ډېره مهه ده."




اروپايي ټولنه دا خبرداری هم ورکوي چې د طالبانو دا پرېکړه د دوی کورنی مشروعیت چې هڅه کوي په لاس‌یې راوړي، له‌منځه وړي.


هغه مشروعیت چې د اعلامیې له قوله، د یوه‌ ټول‌ګډونه او مسؤل حکومت په جوړېدو حاصلېږي، نه د زور او تاوتریخوالي له لارې.


طالبانو د اروپايي ټولنې د دې اعلامیې په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو له دې وړاندې یې د پوهنې وزارت ویلي و، هر کله چې د زده‌کوونکو لباس د شریعت، سنت او افغاني فرهنګ سره برابر شو، ښوونځي به پرانیزي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса