Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

کونړ کې د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی

0
د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په مرکز ننګلام کې تېر ماخوستن د ناپېژانده وسله‌والو په ډزو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.


د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب‌الله حنیف نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د ننګلام په بازار کې موټرسایکل سپرو وسله‌والو د ماڼوګي ولسوالۍ د ملي امنیت د پخواني مدیر میر احمد خان پر ورور او وراره چې لمانځه ته روان وو، ډزې کړي چې یو تن وژل شوی او یو بل يې ټپي دی.


ښاغلی حنیف زیاتوي چې برید کوونکي د پېښې له ځایه پر تېښته بریالي شوي، خو هلته مېشت ځواکونه‌يې د موندلو په لټه کې دي.


د دې برید مسؤلیت تر اوسه کوم چا نه‌دی منلی.


میر احمد خان ته د تېر حکومت پر مهال هم څو ځلې ماینونه ايښودل شوي او څو وسله‌وال بریدونه پرې شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса