Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

واشنګټن د چین غونډه کې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي ګډون تأیید کړ

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ به په چین کې د افغانستان په اړه د ترویکاپلس په نوم غونډه کې ګډون وکړي.


دا غونډه نن د افغانستان لپاره د چین، روسیې، امریکا او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ جوړېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، متحده ایالات باور لري چې د دغې غونډې له برخه‌والو هېوادونو سره ګډې ګټې لري چې طالبان عملاً وښیي چې د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د اقتصاد د رغولو په برخو کې خپلې ژمنې عملي کوي. 


د دې غونډې ترڅنګ به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي هم په بله دوه ورځنۍ غونډه کې چې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په کوربه‌توب نن پیلېږي، ګډون وکړي.


دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وربلل شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса