Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د خبریالانو فدراسیون: ۲۲ افغان خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او ۵ رسنۍ تړل شوي

0
د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وايي، په روانې مارچ میاشت کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتې پېښې شوې دي.


دغه فدراسیون وايي د یادې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو حکومت له لوري په دې هېواد کې له ۲۲ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او لږ تر لږه ۵ غږیزې او انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.


د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون د رهبرۍ شورا غړي میر علي اضغر اکبرزاده د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۱ کال د وري ۱۰» په یو خبري کنفرانس کې وویل د رسنیو د تړل کېدو لاملونه تر ډېره مالي ستونزې دي.


دی وايي د خبریالانو په وړاندې، د تاوتریخوالي دا پېښې په کابل، ننګرهار، خوست، پکتیا او کندهار کې رامنځته شوې دي.


ښاغلی اکبرزاده زیاتوي: "موږ طالبانو ته وړاندیز کوو چې د خپلو ژمنو پر بنسټ چې ویلي یې وو رسنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون او دغه‌شان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون به د پخوا په شان کار کوي، خو په دې تېرو څو میاشتو کې موږ هېڅ ونه‌لیدل، دا کمېسیونونه چېرته دي؟ ولې خبریالان نیول کېږي؟ ولې د خبریالانو سپکاوی کېږي، په داسې حال کې چې موږ د دغه ستونزو په اړه له مسؤلینو سره خبرې اترې کړې دي."


د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وايي، دغه‌شان د طالبانو حکومت په دې میاشت کې د امریکا غږ، بي‌بي‌سي او دوېچه‌وېلې المان غږ ټلوېزیونونو خپرونې چې د کورنیو خصوصي ټلوېزیونونو له لارې يې خپرونې کولې هم تړلې دي.


مهرالله مهرداد چې په خبریالۍ کې د کار اته کلنه تجربه لري وايي له رسنیو سره‌يې په بېلابېلو برخو کار کړی دی. ده پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له یو شمېر بهرنیو رسنیو سره د خبر په برخه کې همکاري کوله. 




خو له څو ورځو راپدېخوا يې له کار سره خدای پاماني کړې ده.


دی وايي په تېرو اووه میاشتو کې پنځه ځلې د طالبانو له لوري نیول شوی، وهل شوی او سپکاوی يې شوی دی. 


د هغه په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښه د روانې مارچ میاشتې په ۲۸مه د کابل په بادام باغ کې د ښځو د لاسي صنایعو د نندارتون پر مهال وشوه.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د سختو محدودیتونو او دغه‌شان د خبریال د ژوند د نه‌خوندیتوب له امله مې پرېکړه وکړه چې نوره د خبریالۍ دنده پرېږدم."


په ورته وخت کې د ازادۍ کور مسؤل عبدالمطلب فراجي هم په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ازادي راډيو ته وویل: "طالبان غواړي چې په خپلو دې کارونو سره په افغانستان کې د بیان ازادي په خپل لاس کې واخلي، ځکه له کارونو یې ښکاره معلومېږي."


که څه هم د طالبانو حکومت د دې راپور تر خپرېدو د دغه اندېښنو او ادعاګانو په اړه زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي، خو ویاند يې ذبیح‌الله مجاهد له دې وړاندې ویلي و چې د رسنیو قانون د اجرا وړ دی.


نوموړي دغه‌شان په وار وار ډاډ ورکړی چې د خبریالانو خوندیتوب دوی ته لومړیتوب لري، خو دا په داسې حال کې ده چې لا هم په دې هېواد کې په وار وار د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې رامنځته او دوی ان بندیانېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса