Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

مسکو: ماریوپول کې د اوکراین له زرو ډېر سمندري ځواکونه موږ ته تسلیم شوي

0
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین په بندري ښار ماریوپول کې د اوکراین له زرو ډېر سمندري ځواکونه د دوی پوځیانو ته تسلیم شوي دي.


د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې دغه سرتېري د فولادو په یوه فابریکه کې روسي سرتېرو ته داسې مهال تسلیمېږي چې اکثره‌یې ټپیان هم دي. 


د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې پر دې ادعا تبصره نه‌شي کولای او تأییدوي یې هم نه. 


که چېرته دا ادعا تأیید شي، دا به د اوکراین هغو هڅو ته لویه ضربه وي چې غواړي د ماریوپول ښار کنټرول په خپل لاس کې واخلي.


ماریوپول پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله د تودو جګړو شاهد دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса