Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د افغانستان بانک: ټول کارکوونکي له محدودیت پرته له بانکونو معاشونه اخیستی شي

0
د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول دولتي او نادولتي کارکوونکي له محدودیتونو پرته له بانکونو خپل معاشونه اخیستلی شي.


د دغه بانک ویاند صابر مهمند رسنیو ته ویلي، دا ګام‌یې د مالي او بانکي سکټور د بیا رغونې په هدف او امکاناتو ته په کتو پورته کړی دی. 


ښاغلی مهمند وايي: "ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کارکوونکو معاشونه د دوی له غوښتنې سره سم له ځنډ او محدودیت پرته تادیه کوي، افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي نظام د ټیکاو او هېوادوالو ته د لا نورو خدماتو د برابرولو په موخه ژمن دی."


پخوا تر دې د دولتي او ان خصوصي ادارو کارکوونکو نه‌شوی کولای چې په میاشت کې له یوې محدودې اندازې زیات معاش له بانکه ترلاسه کړي.


دا اندازه په کابل کې د میاشتو د ۲۰۰ ډالرو معادل ټاکل شوې وه، خو د راپورونو پر اساس په یو شمېر ولایتونو کې دا محدودیت تر ۱۰۰ ډالرو پورې و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса