Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د طالبانو حکومت: نظامي محکمې مو یو شمېر مجرمینو ته سزاګانې ورکړي

0
د طالبانو حکومت وایي، نظامي محکمې یې یو شمېر مجرمینو ته بېلابېلې سزاګانې ورکړې دي.


په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ایښې، ویل شوي چې "په هېواد کې د اسلامي حاکمیت د ټنګښت په هدف د اسلامي امارت د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستو د مخنیوي په لړ کې یو شمېر کسان چې اووه تنه‌یې انسان تښتوونکي، یو قاتل او نور غله او جعل‌کاران بلل شوي، په حبس او نورو سزاګانو محکوم شوي دي".


د خبرپاڼې له مخې نظامي محکمه د هغو کسانو دوسیې څېړي او په اړه‌یې پرېکړې کوي چې د "اسلامي امارت" د غړو له نوم څخه په استفادې جرمونه ترسره کوي.


تر دې مخکې هم طالب چارواکو په ځلونو په خپلو لیکو کې د هغو کسانو د تصفیې خبره کړې وه چې وایي، د طالبانو له نوم څخه په استفادې ناوړه کړنې ترسره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса