Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2022

د پوهنتونونو فارغان: خپل راتلونکي ته اندېښمن یوو

0
تازه ګڼ افغان محصلان له پوهنتونونو فارغ شول، دا که له یوې خوا دوی ته ښه خبر دی چې د لوړو زده کړو یوه دوره یې پای ته ورسوله خو بل پلو په اوسنیو شرایطو کې د دندې موندل او د کاروبار پیلول هغه څه دي چې دوی یې باید په اړه فکر وکړي.


د پوهنتونونو تازه فارغان وايي، خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې د خصوصي سکتور په برخه کې کارونه بیخي کم شوي او په دولتي ادارو کې هم د مقررۍ معیار دا دی چې باید د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي وي.


دا فارغان د طالبانو له حکومته غواړي چې په دولتي ادارو کې د مقرریو معیار باید زده کړې او کاري تجربه وي، نه جنګي شالید.


د ځوان فکر په دې خپرونه کې د تازه فارغانو پر اندېښنو، ستونزو او حل لارو د پوهنتون له استاد نجیب الله بهادر، د یوې خصوصي ادارې له مشر اغا ملوک سهار او د پوهنتونونو له څو فارغانو همت زیار، ګل رحمان رحماني، ایمل اوریاخېل، انعام الله شپون او ضیاالحق روان مومند سره غږېدلي یوو.


دا خپرونه د لاندې غږیز فایل په کلېک کولو سره اورېدلای شئ.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса