Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2022

د امريکا د استازيو جرګې مشرې پرون يو شمېر اسياسي هېوادونو ته سفر پيل کړ

0
د امریکا د استازیو جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون یکشنبې یو شمېر اسیایي هېوادونو ته سفر پیل کړ خو دا نه‌ده روښانه چې ایا هغه به له ټایوان څخه هم کتنه ترسره کړي او کنه؟


پیکینګ خبرداری ورکړی چې، که مېرمن پلوسي له ټایوان څخه کتنه ترسره کړي هغه به یو لمسونکی اقدام وبولي.


د پلوسي له دفتره پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړې به په دې سفر کې سینګاپور، مالیزیا، جنوبي کوریا او جاپان ته لاړه شي.


چین په دې اړه وروسته له هغې غصه څرګنده کړه چې یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې پلوسي به ټایوان ته هم لاړه شي.


د چین کمونیستي رژیم ټایوان د خپلې خاورې یو جلا شوی ولایت بولي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса